Header Ads Widget


تازہ ترین

Post Top Ad

Wednesday, December 5, 2018

#پوک_کول_په_فېسبوک_کې_څه_معنی_ لري؟

د پوک کولو معنۍ ډېرو خلکو غلطه کړې. د مثال په ډول خلک سوچ کوي که زما د
فېسبوک آیډي زیات ملګري پوک کړي نو زما آیډي بیا نه هیک کېږي یا نه بندېږي خو دا خبره غلطه ده، یا ځینې خلک فکر کوي چې د پوک تڼۍ په فېسبوک کې د یو چا د مزاحمت لپاره ورکړل شوې خو داسې هم نه ده.

د پوک کولو اصلي معنۍ او مفهوم

د پوک کولو تڼۍ چې کله فېسبوک ته ورزیاته شوه نو د فېسبوک جوړوونکي مارک په یوه ژوندۍ خپرونه کې وويل ( کله چې موږ د پوک تڼۍ فېسبوک ته ورزیاته کړه موږ دا فکر کاوه چې دا به د فېسبوک یو ښه پرمختګ وي چې یو داسې تڼۍ ولري چې خلک ورته خپله معنی ورکړي).

خو پوک کول اصلي ۳ معنی ګانې لري:
-۱
 که یو څوک غواړي چې په فېسبوک کې د یو بل چا فکر ځان ته راواړوي نو د پوک  کولو لاره یې ترټولو بهتره لار ده. د مثال په ډول تاسو نه شئ توانېدلی چې ملګري ته مو میسج وکړی او نه شی کولی چې هغه د ځان سره ملګری کړی نو یواځنۍ لار چې تاسو ته پاته ده هغه د پوک کولو لار ده ته کولی شې د خپل ملګري آیډي پوک کړې، کله چې تاسو د هغه ملګري آیډي پوک کړه هغه ملګري ته مو فېسبوک خبرتیا ورکوي چې فلانکي ملګری غواړي ستاسو سره خبرې وکړي.

-۲
 که چېرې تاسو د یو ملګري آیډي پوک کړه او هغه ملګري هم ستاسو آیډي پوک کړه تاسو کولی شئ د هغه ملګري پروفایل ووینئ که څه هم تاسو د هغوی ملګري نه یاست.

۳- د پوک کولو درېیمه معنی دا هم ده که ته غواړې چې یو چاته اجازه ورکړې چې ستاسو (پروفایل) د دریو ورځو لپاره وویني او کېدای شي ته هغه د ځان سره ملګري هم کړې.
دخپلو ملګرو سره یی شیر کړی چي ځیني خلګ غلط پوشوي دي دنورو معلوماتو لپاره درسره فیج لایک او شیر کړی

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

مینیو