Header Ads Widget


تازہ ترین

Post Top Ad

Wednesday, December 5, 2018

#کوم_ښه_ميموري_کارډ_دی_او_څنګه_یې_معلوم_کړو؟


د ميموري کارتونو په اړه څو خبرې:-

#کوم_ښه_ميموري_کارډ_دی_او_څنګه_یې_معلوم_کړو؟

ميموري کارتونه سربیره پر حافظې يا (جي بي) او ظاهري ډيزاين د سرعت Speed له مخې هم په خپل منځ کې فرق لري، چې همدا یې په بيې او قيمت هم پوره اثر غورځولی شي،ځکه کیدای شي يو ۶۴ جي بي ميموري کارت يو کس په زر افغانۍ بل هماغه په يو نيم زر افغانۍ يا له دې څخه قيمته اخيستی وي . 
تاسې چې ميموري کارټ اخيسته حتمن یې سپیډ ته وګورئ چې پر پوښ یې ليکل شوی دی او هغه ليکل شوی سپيډ یې حد اکثر سپیډ دی، او چې څومره عدد د سپيډ لوړ وي هغومره ميموري ښه تمامیدلی شي، خو دې خبرې ته مو بايد پام وي چې ستاسې موبايل يا بل هر ډيوایس چې تاسې ميموري پکې کاروئ بايد د هغې ميموري د سپیډ د ساپورټ کولو وړتيا ولري که مو موبایل کمزوری وي او ميموري کارت مو د تیزترين سپيډ والا ور اچولی وي بيا هم هغسې کار نه کوي چې تاسې غواړئ.

نو په سرعت کې لاندې شيانو ته توجه وکړئ!
ميموري کارتونه د ظاهري بڼې له مخې په دريو برخو ويشل شوي، 
1- سټنډرډ ميموري کارټ Full SD : هغه چې زياتره د عکاسي کامرو ته ورنصب کیږي.
2- ميني ميموري کارټ mini SD: دوه، دری کاله مخکې په ځینو موبايلونو کې کارول کیده له مايکرو يا اوسنيو عامو ميموري کارتونو لږ لوی او له سټنډرميموري کارتونو څخه کوچنی و.
3- مايکرو ميموري کارټmicro SD : هغه اوسني عام ميموري کارټونه چې موبايلونو ته ورولیږي.

د ذخيرې يا (جي بي) له پلوه هم په دريو برخو ويشل شوې
1- لومړي: - SD (سټينډرډ)هغه ميموري کارتونه چې تر څلور جي بي پورې حافظه لري.
2- دوهم: - SDHC (های کپیسيټي)هغه ميموري کارتونه چې له ۴ څخه تر ۳۲ جي بي پورې حافظه ولري.
3- درییم:- SDXC هغه ميموري کارتونه چې له ۳۲ جي بي څخه تر دوه ټي بي پورې حافظه ولري(دوه ټي بي به هم په راتلونکې کې جوړه شي اوس مهال لا ندي جوړې شوې)

بله خبره چې په ميموري کارتونو کې مهمه ده هغه کلاس (Class) دی: په ميموري کارتونو باندې يو عدد ليکلی وي او بيا ترې يوه دايره تاوو وي لکه ②، ④، ⑥ یا ⑩ : کلاس پر ميموري کارټونو باندې د هغې ډيټا د لوستلو او ورته رالیږلو وړتيا ښيي چې په ثانيه کې څومره ډيټا (حد اکثر) ورته رالیږلی شئ.
مثلاً: ②Class په دې معنا چې په ثانيه کې حد اکثر دوه ايم بي ډيټا ورلیږلی شئ ، ④Class ته څلور ايم بي، کلاس ⑥ ته شپږ ايم بي، کلاس⑩ ته (حد اکثر لس ايم بي په ثانيه کې) معلومات ورلیږلی شئ.
له دې د پورته سرعت والا ميموري کارت د UHS يا الټرا های سپيډ په نامه يادیږي چې په UHS-1، UHS-3 او نورو کټګوريو ويشل شوي دي 
که له دې تورو سره يو عدد (په نيمه ګلاس ډوله کړۍ ) کې ليکلي و و په دې معنا چې په ثانيه کې حد اکثر ۱۰۴ ايم بي سپيډ معلومات ورلیږلی شئ

او UHS-1 په څو برخو وېشل کېږي:
SDR12 سرعت ۱۲،۵ ايم بي په ثانيه کې
SDR25 سرعت ۲۵ ايم بي په ثانيه کې
SDR50 سرعت ۵۰ ايم بي په ثانيه کې
SDR104 سرعت ۱۰۴ ايم بي په ثانيه کې.
UHS-II سرعت : هم همداسې په څو برخو ويشل شوی دی:
FD156سرعت ۱۵۶ ايم بي په ثانيه کې
HD312 سرعت ۳۱۲ ايم بي په ثانيه کې
او UHS-3 ته له ۳۱۲ ايم بي په ثانيه کې سرعت څخه پورته معلومات ورلیږلی شئ
خو دې ته مو بايد پام وي چې هغه عددونه چې پرې ليکلي دي په دې معنا نه دي چې بايد کټ مټ همدومره ايم بي ډيټا په ثانيه کې وليږي ، هغه یې د تجربه کیدلو او حد اکثر سپيډ دی. 
او بله خبره دا چې SD Card د Secure Digital Memory Card مخفف دی.

#ددوستانو سره یی شریک کړی نورو معلوماتو لپاره زموږ فیج درسره لایک کړی

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

مینیو